امريكا او انګلستان بې ادبۍ ته مخه كړې!

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګى لاوروف په انګلستان كې د روسيې پر پخواني جاسوس باندې د كېمياوي زهري موادو په واسطه تر بريد وروسته د انګلستان او امريكا لخوا ښودل شوى غبرګون وغندلو.

942965
امريكا او انګلستان بې ادبۍ ته مخه كړې!

 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګى لاوروف په انګلستان كې د روسيې پر پخواني جاسوس باندې د كېمياوي زهري موادو په واسطه تر بريد وروسته د انګلستان او امريكا لخوا ښودل شوى غبرګون وغندلو.

لاوروف په مسكو كې يوې خبري غونډې ته پدې اړه وويل چې `` د سړې جګړې پر مهال ځينې قوانين و. دا د متقابل ادب په چوكاټ كې عملي كېدل. خو اوس د انګلستان او امريكا په ګډون هغه لوېديځ هېوادونه چې له دوى ملاتړ كوي، د ادب ټول قوانين تر پښو لاندې كړي او په ښكاره توګه دروغ وايي او ناسم معلومات خپروي.

لاوروف څرګنده كړه چې پر پخواني جاسوس سكرېپال باندې كېداى شي چې د انګلستان استخباراتو او حكومت بريد كړى وي.

لاوروف زياته كړه چې انګلستان له اروپايي ټولنې د جلا كېدلو په پايله كې د رامنځته شوي كړكېچ د پټولو لپاره پر روسيې باندې ناسم تورونه لګوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د لوېديځو هېوادونو سره د روان كړكېچ د پايلو په اړه څرګنده كړه چې ددې پايلې د روسيې پورې اړه نه لري.

د نوموړي په وينا انګلستان او امريكا ټول قوانين تر پښو لاندې كړي او له روانو حالاتو يې د ماشومان لوبې جوړې كړي دي.  



اړوند خبرونه