بيزو د ماشوم تښتونې په تور لټول كيږي!

په هندوستان كې يوه بيزو د ماشوم تښتونې په تور د پوليسو لخوا لټول كيږي.

942875
بيزو د ماشوم تښتونې په تور لټول كيږي!

 

 

ددې هېواد د اوريسا په ايالت كې يوې بيزو له يو كوره كوچنى ماشوم تښتولى دى.

د معلوماتو له مخې يوې بيزو د يكشنبې په ورځ يو كور ته ننوتې وه چې د مور د شتوالي سره سره يې يو كوچنى ماشوم وتښتولو.

ويل كيږي چې ماشوم يوه ورځ وروسته د كلي شاته په يو كوهي كې موندل شوى دى چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

پوليس وايي چې دا لومړى ځل دى چې بيزوګانو ماشوم تښتولى دى. پخوا به بيزوګانې د خوراكي موادو د موندلو په موخه كورونو ته تللې خو د لومړي ځل لپاره يې ماشوم تښتولى دى.

د پوليسو په وينا د يو مسلكي ټيم سره په ګډه كوښښ كوي چې د ماشوم تښتونكي بيزو تثبيت او ونيسي. دوى هيله ښودلې ده چې د يوې اونۍ په اوږدو كې به دا بيزو ونيسي.



اړوند خبرونه