روسیې د امریکا په مقابل کې متقابل ګام اوچت کړ.
روسیې هم د ۶۰ تنو امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه
روسیې د امریکا په مقابل کې متقابل ګام اوچت کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې د امریکا لخوا ددې هیواد د قونسلګرۍ د تړولو او ۶۰ ډیپلوماټانو د شړولو په غبرګون کې روسیې هم په سانت پیترسبرګ کې د امریکا قونسلګرۍ د تړولو او ۶۰ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
هغه دا څرګندونې په پلازمینه مسکو کې خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې په مسکو کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی دی .
هغه وویل چې په روسیه کې د امریکا سفیر ته د روسیې لخوا د امریکا په مقابل کې د بالمثل چلند په اساس د پورته کیدونکو ګامونو په اړه معلومات ورکړل شول.
هغه وویل چې روسیې په سانت پیترسبرګ ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ د تړولو او ۶۰ تنو امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه کړې ده .
هغه وویل چې د امریکا سربیره د ټولو هغه هیوادونو سره به چې د روسیې ډیپلوماټان يی شړلي دي بالمثل چلند وشي. روسیه به هم د هغوې ډیپلوماټان وشړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په مسکو کې د امریکا د سفارت ۵۸ تنه کارکوونکي ډیپلوماټان او په یکاترینبرګ ښار کې د قونسلګرۍ ۲ تنه ډیپلوماتان چې جمعآ ۶۰ تنه کیږي د نامطلوبو اشخاصو په توګه اعلان شوي دي او د روسیې د خاورې نه د وتو په خاطر ورته ۷ ورځې مهلت ورکړ شوی دی.