د همجنسبازانو پر كلب باندې د بريدګر افغان مېرمنې ته برائت

د امريكا په متحدو ايالتونو كې د ۲۰۱۶م كال د جون په مياشت كې د امريكا د فلورېډا د ايالت د اورلانډو په ښار كې د همجنسبازانو پر يو كلب باندې د بريدګر عمر متين مېرمن نور سلمان ته د محكمې لخوا برائت وركړل شوى دى.

941330

كه چېرې پر نور سلمان باندې لګېدلي تورونه ثابت شوي واى كېداى شي چې پر عمري بند محكومه شوې واى.

د افغان الاصله امريكايي عمر متين لخوا پر كلب باندې د بريد په پايله كې ۴۹ تنه وژل شوي وو.

ويل كيږي چې نور سلمان د رواني فشار له امله د اېف بي آى چارواكو ته ناسم معلومات وركړي و.

نوموړې ويلي وو چې پوهېده مېړه يې چېرې بريد كوي خو پدې نه پوهېده چې د همجنسبازانو پر كلب باندې به خونړى بريد كوي.

عمر متين تر بريد لږ وړاندې د داعش سره بيعت كړى و.

اړوند خبرونه