په نږدې راتلونكې كې به له سوريې ووځو.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګنده كړه چې په نږدې راتلونكې كې به خپل سرتيري له سوريې وباسي.

940512
په نږدې راتلونكې كې به له سوريې ووځو.

 

 

ټرمپ چې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې له سوريې نه د دوى د وتلو سبب د داعش ترهګرې ډلې ته د ماتې وركول دي.

ټرمپ په سوريه كې د اوه كلنې جګړې په اړه وويل چې `` اوس به يې پرېږدو چې نور ورسره كار ولري.``

ترمپ په ۲۰۱۶م كال كې د ولسمشرۍ د كمپاين پر مهال ويلي و چې هېواد يې په منځني ختيځ كې بېځايه پيسې مصرفوي.

د پېنټاګون د معلوماتو له مخې په سوريه كې شاوخوا ۲ زره سرتيري دنده اجرا كوي.

دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هېتر نارېت بيا وويل چې `` له سوريې د وتلو د پرېكړې په اړه معلومات نه لري.`` داسې ښكاري چې د ټرمپ دا پرېكړه به هم د امريكا په كورني سياست كې يو نوي سياسي كړكېچ ته لار پرانيزي.


پيوندونه: #ټرمپ , #امريكا , #سوريې

اړوند خبرونه