د ټرمپ محاكمې ته اجازه!
د امريكا د متحدو ايالتونو قضايي قويې اجازه وركړه تر څو ددې هېواد ولسمشر ډانلډ ټرمپ محاكمه شي.
د امريكا د متحدو ايالتونو قضايي قويې اجازه وركړه تر څو ددې هېواد ولسمشر ډانلډ ټرمپ محاكمه شي.
پر ټرمپ تور لګول شوى دى چې پداسې حال كې چې د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر په توګه يې دنده اجرا كوله، د خپلو شخصي كارونو اړوند يې يو تړون لاسليك كړى دى.
د امريكا د ماريلنډ په ايالت كې يو تن قاضي هغې دعوا ته اجازه وركړه چې له مخې به يې ترمپ له اساسي قانونه د سرغړونې په تور محاكمه شي.
ويل كيږي چې ټرمپ په امريكا د ولسمشر په توګه د دندې د اجرا كولو سره سره د خپل شخصي كار په اړه يې يو تړون لاسليك كړى او بيا نه دى فسخه كړى.
پر ټرمپ تور لګول شوى دى چې د خپلې دندې پر مهال يې د شخصي شركتونو له لارې د نورو هېوادونو نه پېسې اخيستې دي. پدې ډول ټرمپ د امريكا د ولسمشرۍ مقام د خپلو شخصي شركتونو لپاره د ناوړه ګټې اخيستنې په موخه استعمال كړى دى.
تر اوسه پورې سپينې ماڼۍ پدې اړه څه نه دي ويلي او دا لا هم معلومه نه ده چې ټرمپ به څه ډول محاكمه كيږي او څرنګه سزا به وركول كيږي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.