چین ته د شمالي کوریا د ولسمشر د سفر ادعا شوې ده

د شمالي کوریا اړوند  یو ریل ګاډي  د کلکو امنیتي تدابیر لاندې  چین پلازمینې بیجینګ ته  رسیدلی دی.

938480
چین ته د شمالي کوریا د ولسمشر د سفر ادعا شوې ده

د شمالي کوریا اړوند  یو ریل ګاډي  د کلکو امنیتي تدابیر لاندې  چین پلازمینې بیجینګ ته  رسیدلی دی. ځینې برخو ادعا کړې چې  په ریل ګاډي کې  د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون چین ته راغلی دی.

د یونهاپ  خبري اژانس د خبر له مخې ، دا ریل ګاډی د ډیرو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې  چین  تللی دی چې د ټولو سره  ډول ډول پوښتنې پیدا کړي دي. یونهاپ خبري اژانس ویلي دي چې  په ریل ګاډي کې  یو ډیر مهم او لوړپوړي هیت  چین ته سفر کړی دی.

د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي دي « زمونږ حکومت  پدې ریل ګاډي کې  د جګپوړي هیت  په اړه  کافي معلومات په لاس کې نلري  او پدې اړه به څیړنې  وکړي. »

چینايي چارواکیو  د نوموړي سفر په اړه  څه ندي ویلي.

د سویلي کوریا  یو جګپوړي چارواکی ویلي دي چې  چین ته د شمالي کوریا د ولسمشر د سفر په اړه هیڅډول معلومات او شواهد  په لاس کې نلري . هغه ویلي دي چې  دا چې ولسمشر کیم جونګ اون  چین ته سفر کړی  او که نه  دا مهمه  نده  مهمه  د شمالي کوریا  نوی  او سوله ایز دریځ  دی.

د سویلي کوریا  یو بل چارواکي بیا ویلي دي چې  شمالي کوریا غواړي چې د سویلي کوریا او امریکا  سربیره  د چین او روسیې سره هم  اړیکې ورغوي او قوي کړي.

د جاپان  د ان ټي وي او ان ایچ ک  تلویزیون  بیا ویلي دي چې  د شمالي کوریا  نه  یو ریل ګاډی  د ډیرو کلکو امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې  بیجینګ ته  رسیدلی دی. ددې سره سم  په پلازمینه  بیجینګ کې هم کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ځینو ځايي خبري رسنیو بیا  ویلي دي چې داسې ښکاري چې پدې ریل ګاډي کې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون  چین ته راغلی وي.

د ویلو ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون به  د اپریل د میاشتې په وروستیو کې د سویلي کوریا د ولسمشر  او د مې په میاشت کې بیا د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ سره وګوري.



اړوند خبرونه