په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په یو ښوونځي کې د وسله وال برید نه خبر ورکړ شو.
د امریکا په ماریلنډ کې په ښوونځي کې وسله وال برید وشو
934068
په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په یو ښوونځي کې د وسله وال برید نه خبر ورکړ شو.
د امریکا متحده ایالتونو د ماريلنډ په ایالت کې په یو ښوونځي کې وسله وال برید وشو.
ښوونځی د برید نه وروسته سمدلاسه د پولیسو لخوا محاصره شوی دی.
د ماریلنډ د پولیسو مشر ویلي دي چې برید د ګریټ میلز په لیسه کې شوی دی. هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې دوه تنه ټپیان او برید کوونکی د ښوونځي د ساتوونکو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د پولیسو مشر ویلي دي چې برید کوونکي په یوې ښځینه زده کوونکې ډزې کړې وې چې د هغې سربیره یو تن بل زده کوونکی هم ټپي شوی دی.
برید کوونکی د ښوونځي د ساتوونکو سره په نښته کې ښکیل شو . برید کوونکی پدې نښته کې سخت ټپي شوی وو چې وروسته يي ساه ورکړه.
برید کوونکی هم د ښوونځي زده کوونکی دی.