د امریکا  متحده ایالتونو  د تکزاس د ایالت په مرکز  اوسټین کې د چاودنو لړۍ  دوام لري.

په اوسټین ښار کې د چاودنو لړۍ دوام لري

934070
د امریکا  متحده ایالتونو  د تکزاس د ایالت په مرکز  اوسټین کې د چاودنو لړۍ  دوام لري.

د امریکا  متحده ایالتونو  د تکزاس د ایالت په مرکز  اوسټین کې د چاودنو لړۍ  دوام لري. د تیرې یوې میاشتې په دننه کې شپږمه  چاودنه رامنځته شوه.

په اوسټین ښار کې  داځل  په یوې مغازه کې  په پاکټ کې رالیږل شوی  بم وچاودید. پدې پیښه کې  یو تن ټپي شوی دی.

د یادولو وړ ده چې  د تکزاس  ایالت  د اوسټین  په ښار کې د یوې میاشتې په دننه کې دا شپږمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي. ټولې چاودنې د لیک په پاکټونو کې  د رالیږل شوو چاویدونکو توکو د چاودنو په پایله کې رامنځته شوي دي.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  دا ځل  یوې مغازې ته په رالیږل شوي  پاکټ کې  چاودنه شوې ده . پدې پیښه کې  یو تن ۳۰ کلن  نارینه  ټپي شوی دی.

د اوسټین  د ښار د پولیسو  مشر ویلي دي چې  دا  چاودنه کیدای شي چې د تیرو پنځو چاودنو سره تړاو ولري.

د ویلو ده چې  پدې بریدونو کې  تر اوسه پورې  ۲ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی او  ۵ تنه ټپیان شوي دي.

همداشان  د تکزاس  ایالت  د سن انتونیو په ښار کې هم  د کارګو  د شرکت  څانګې ته  په پاکټ کې  چاویدونکي توکي استول شوي وو چې د چاودنې له امله يي چاته ځاني زیان نه وو اوښتی.

د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې  او پولیسو  د نوموړو پیښو په اړه تحقیقات پیل کړي دي خو تر اوسه پورې ددې بریدونو په تړاو  څوک  نیول شوي ندي.



اړوند خبرونه