له آسمانه د سرو زرو اورېدل!
په روسيه كې د سايبيريا په سيمه كې د ياقوتيه د جمهوريت په مربوطاتو كې يوه جالبه پېښه رامنځته شوه.
پدې سيمه كې د سرو زرو او الماسو د كانونو له ځايه په يوې الوتكه كې د سرو زرو ډبرې او الماس بار شوي وو چې د الوتكې تر الوتنې وروسته يې شاتېنۍ دروازه پرانيستل شوه.
ددې پېښې په پايله كې د سرو زرو او الماسو څو ټنه خام مواد د هوايي ډګر پر ليكې او شاوخوا سيمو باندې واورېدل.
دا ډبرې چې په ميليونونو ډالره ارزښت لري، د امنيتي ځواكونو لخوا له هوايي ډګره او شاوخوا سيمو نه بېرته راټولېږي. د سيمې خلك هم د هوايي ډګر په شاوخوا كې د سرو زرو د موندلو په موخه تللي دي او ګڼه ګوڼه يې رامنځته كړې ده.
د ياقوت مېډيا په نامه د سيمه ايزې خبري رسنۍ د معلوماتو له مخې دا پېښه نن سهار رامنځته شوه چې د اې اېن – ۱۲ ډوله الوتكې له شاتنۍ دروازې ۱۷۲ كلچې سره زر چې هره كلچه يې ۲۰ كيلوګرامه وزن لري، لوېدلي دي. په سيمه كې د الماسو يو زيات شمېر پارچې هم موندل شوې دي.
سيمه د پوليسو لخوا محاصره شوې ده او چاته اجازه نه وركول كيږي ورننوځي.