د مسلمانانو پر خلاف شرمونكى كمپاين!

په انګلستان كې نامعلومو كسانو د مسلمانانو پر خلاف " يو مسلمان ته سزا وركړه! " تر نامه لاندې يو كمپاين پيل كړى دى چې په هېواد كې د يو زيات شمېر مسلمانانو اندېښنه يې راپارولې ده.

927987

ددې هېواد په بېلابېلو ښارونو كې نامعلومو ډلو يو زيات شمېر كسانو ته ليكونه ليږلي دي چې په كې مسلمانانو ته بېلابېلې سزا ګانې په نظر كې نيول شوي دي.

په ليك كې بېلابېلې سزاګانې په نظر كې نيول شوي دي چې هرې يوې ته د ۱۰ نه تر ۵۰۰ پورې نومرې وركړل شوي. پدې اساس پر مسجدونو بريدونه يا يې سوځول تر ټولو لوړې نومرې او د حجاب لرونكو مېرمنو زورول، وهل، پر مخ يې اسيد پاشل، او ورته نورې سزاګانې ځانګړې نمرې لري.

د بله پلوه انګلستان پوليسو له مسلمانانو غوښتي دي چې پدې برخه كې دې له سړې سينې كار واخلي او خپل احساسات دې كنترول كړي. پوليس اوسمهمال ددې كمپاين د عاملينو په موندلو بوخت دى.

په انګلستان كې شاوخوا ۲ ميليونه ۸۰۰ زره مسلمانان ژوند كوي چې د هېواد د نفوسو ۴،۴ سلنه جوړوي.

اړوند خبرونه