ناټو سازمان د قطر سره د عسکري همکاریو په برخه کې تړون لاسلیک کړ.
د ناټو او قطر ترمنځه نظامي همکاري لا قوي کیږي.
ناټو سازمان د قطر سره د عسکري همکاریو په برخه کې تړون لاسلیک کړ.
د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په بروکسل کې ولیدل. دواړو مشرانو د لیدنې نه وروسته د نظامي همکاریو په برخه کې تړون لاسلیک کړ.
د ناټو سازمان لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ترمنځه په لیدنه کې د ناټو او قطر ترمنځه په شراکت او خلیج په سیمه کې په امنیتي حالاتو خبرې وشوې.
د لیدنې نه وروسته د ناټو سازمان او قطر ترمنځه د قطر خاورې نه د ناټو ځواکونو د ترانزیت تیریدو او د العدید د نظامي هډې ته د لاس رسي په برخه کې تړون لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا تړون به په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت او عملیاتو سره مرسته وکړي . د ناټو سرمنشي ددې تړون له امله خوښي ښودلې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ناټو سازمان د لیبیا په مسله کې د قطر سره په ګډه کار کوي او د سومالیا په سواحلو کې د سمندري ډاره مارانو پر خلاف په ګډه مبارزه کوي.