د اتریش په پلازمینه ویانا کې یو تن نامعلوم شخص په خلکو د چړې برید وکړ.
په ویانا کې د چړې برید
925006
د اتریش په پلازمینه ویانا کې یو تن نامعلوم شخص په خلکو د چړې برید وکړ.
په ویانا کې نامعلوم برید کوونکي په خلکو د چړې برید وکړ چې له امله يي ۳ تنه سخت ټپیان کړي دي.
پولیس د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات پیل کړي دي.
د ویانا پولیسو ویلي دي چې نامعلوم برید کوونکي د چړې سره درې تنه سخت ټپیان کړي دي.
ټپیان د درملنې لاندې قرار لري. پولیسو ویلي دي چې د ټپیانو روغتیایي حالت باریکه دی او د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات پيل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن نارینه او دوه تنه ښځې ټپیانې شوي دي.