روسیه : امریکا په سوریه کې نږدې شل هډې جوړې کړي دي
روسیې د پ ک ک ترهګرې ډلې سره د امریکا د مرستو پخلی وکړ.
920608
روسیې د پ ک ک ترهګرې ډلې سره د امریکا د مرستو پخلی وکړ.
روسیې ویلي دي چې امریکا متحده ایالتونو تر اوسه پورې په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې وای پ جي تر کنټرول لاندې په سیمو کې نږدې ۲۰ عسکري هډې جوړې کړي دي.
همداشان د روسیې د امنیت د شورا یو تن جګپوړي چارواکي ویلي دي چې امریکا اوس هم د وای پ جي ترهګرې ډلې سره د سپکو او درندو وسلو مرستې ته دوام ورکوي.
د روسیې د امنتیت د کمیټې د نړۍوال امنیت مرستیال هم ویلي دي چې امریکا د وای پ جي ترهګرې ډلې سره د ډیرو پرمختللو وسلو او مهماتو مرستې ته دوام ورکوي.
هغه ویلي دي چې نن ورځ د ترکیې لخوا په عفرین کې د نظامي عملیاتو د پیلیدو اصلي لامل هم همدا خبره ده. امریکا لخوا ترهګرو ته د پرمختللو وسلو ورکولو ترکیه تحریک او په عفرین کې نظامي عملیاتو ته مجبوره کړه.