د ایربس  شرکت  د الوتونکي  ټکسي  انځورونه او فلم  خپور کړ.

د ایربس شرکت خپله نوې پروژه اعلان کړه

916466
د ایربس  شرکت  د الوتونکي  ټکسي  انځورونه او فلم  خپور کړ.

 د ایربس  شرکت  د الوتونکي  ټکسي  انځورونه او فلم  خپور کړ.

د ایربس  شرکت  د الوتونکي ټکسي  د امتحاني  الوتنو  انځورونه او فلم  خپور کړ. ویل کیږی  دا شرکت په پام کې لري  چې  د الوتونکو  ټکسیانو سره د ټکسي په سکتور کې نوې پاڼه پرانیزي.

ایربس  خپل لومړنی  الوتونکو ټکسي  امتحان کړ.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  ایربس  شرکت  خپل لومړنی الوتونکی  ټکسي  د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۳۱ مه نیټه  د امریکا متحده ایالتونو د اوریګن په ایالت کې  امتحان کړ. یاد شوي شرکت  ددې امتحاني الوتنو  انځورونه او فلم په خپله رسمي وییپاڼه کې  خپاره کړل.

پدې ویدیو کې ښکاري چې  د څلور وزر لرونکی  برښنايي  ټکسي  د ۵۳ ثانیو لپاره په هوا کې  پاتې کیږي  او وروسته  مځکې ته راښکته کیږي. الوتونکی ټکسي  په عمودي شکل  د مځکې نه الوتنه کوي او بیرته ښکته کیږي.

ایربس شرکت ویلي دي چې  د الوتونکو ټکسي د پروژې سره غواړي چې  په هغه لویو ښارونو کې چې د ټرافیک  د ستونزې سره  مخامخ  دي  د بامونو نه بامونو ته  د مساپرو د  انتقال  په برخه کې خدمت  وړاندې کړي.

د ایربس  د الوتونکي ټکسي د پروژې  مسئول  ويلي دي چې  دا پروژه  د ایربس  د نورو  او عمومي  پروژو سره  ډیر توپیر لري. هغه زیاته کړه چې  تر اوسه پورې  برښنايي او یا نیمه برښنايي  تجاري  الوتونکی  ټکسي  تولید شوی ندی. ځکه د مځکني ټرانسپورت  په پرتله هوايي ګاډي  لا زیات انرژۍ  ته  اړتیا لري. دم ګړۍ  تولید شوې برښنايي  بطرۍ  تنکنالوژي  تر اوسه پورې ددې توان نلري چې  په کامله توګه الوتونکو ټکسي ولوزوي.

هغه وویل چې په ابتدایي  ازموینو کې  ډیرې  زیاتې لاسته راوړنې ترلاسه شوي دي.

په نږدې راتلوونکې کې به پدې برخه کې  ډیر زیات پرمختګ  وشي. هغه ویلي دي چې اصلي هدف  د پوره یا نیمه  برښنايي  الوتونکي  ټکسي   جوړول  دي.



اړوند خبرونه