په مونتینګرو کې د امریکا  د سفارت په مخکې  ځانمرګی برید  وشو.

په مونتینګرو کې د امریکا پر سفارت برید وشو

915460
په مونتینګرو کې د امریکا  د سفارت په مخکې  ځانمرګی برید  وشو.

 په مونتینګرو کې د امریکا  د سفارت په مخکې  ځانمرګی برید  وشو.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزارت  د پيښې پخلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د مونتینګرو په پلازمینه  پودګوریسا کې  ددوې د سفارت په مخکې چاودنه شوې ده .

د بله پلوه  د نوموړي هیواد سیمه ایزو خبري رسنیو ویلي دي چې  د تیره شپه  د ۱۲ بجو په شاوخوا کې  یو تن  لومړی  د سفارت په ودانۍ  د چاودیدونکو توکو برید وکړ او وروسته يي  ځان وچولو.

د رویټرز خبري اژانس هم  د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې پیښه  تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې په ۱۱ بجو او ۵۵ دقیقو کې رامنځته شوې ده .

د پیښې نه  سمدلاسه وروسته  پولیسو  د امریکا  د سفارت پر لورې غځیدلې  ټولې لارې  د ټرافیک  او تګ راتګ پر مخ  وتړلې.

د بله پلوه په مونینګرو کې  د امریکا سفارت  د خبرپاڼې په خپرولو سره  د خپلو هیوادوالو نه  سفارت ته د راتګ نه د ډډه  کولو  غوښتنه کړې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امنیتي دلایلو  له امله  تر امر ثاني پورې  سفارت تړلی دی. امریکايي وګړي باید  د امر ثاني پورې سفارت ته د راتګ نه ډډه وکړي.

ویل کیږي  پدې پیښه کې  یو تن  ژوند  د لاسه ورکړی  چې کیدای شي پخپله برید کوونکی  وي.



اړوند خبرونه