شمالي کوریا د امریکا سره د لیدنې نه ډډه وکړه

په سویلي کوریا کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځه لیدنه ونشوه

914970
شمالي کوریا د امریکا سره د لیدنې نه ډډه وکړه

 شمالي کوریا هیت په سویلي کوریا کې   د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر مرستیال  مایک پنس  سره  د لیدنې وړاندیز  په وروستیو شیبو کې  رد کړ.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا  د ولسمشر مرستیال پنس  چې د ژمنیزو اولمپیاتو په خاطر  د یو رسمي سفر په ترڅ کې  سویلي کوریا ته تللی وو غوښتل چې په پټه  د شمالي کوریا د هیت سره  وویني.

د مایک پنس  ویاند  ویلي دي چې  دا  لیدنه  د مایک  پنس لخوا  لغوه شوې ده . هغه  دا لیدنه  په شمالي کوریا کې  د بشري حقونو نه  د سرغړونو له امله  لغوه کړې ده .

هغه وویل چې  د شمالي کوریا  هیت  په  ژمنیزو اولمپیاتو  کې د ګډون   او ددې فرصت نه په استفادې او د ترسره کړو تبلیغاتو سره  غوښتل چې  د مرستیال لومړي وزیر پنس سره  وګوري خو  مرستیال لومړي وزیر  د شمالي کوریا  نه د تښتیدلي  عسکر سره چې په پوله کې ویشتل شوی وو او د درملنې نه وروسته  ښه  دی  د لیدنې نه وروسته  لیدنه لغوه کړه. په لیدنه کې  د شمالي کوریا نه تښتیدلي عسکر په شمالي کوریا کې په بند کې د وژل شوي  امریکايي  په اړه معلومات ورکړل.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې  بیا ویلي دي چې  مرستیال ولسمشر مایک پنس  په سویلي کوریا کې د شمالي کوریا د هیت سره  د لیدنې امکان  پیدا شوی وو خو د شمالي کوریا  هیت  په وروستیو شیبو کې د لیدنې نه ډډه وکړه.

ویاندې  وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې شمالي کوریا  دا  طلايي فرصت د لاسه ورکړ او استفاده يي ترینه ونکړه.

ویاندې وویل  مرستیال ولسمشر  غوښتل چې پدې لیدنه کې  شمالي کوریا ته ووايي چې  د غیرې قانوني  اټومي پروګرام نه لاس واخلي خو  د شمالي کوریا  هیت  ددې نیوکو له امله  د لیدنې وړاندیز په وروستیو شیبو کې رد کړ.

د ویلو ده چې  د امریکا  مرستیال  ولسمشر مایک پنس  د اولمپیاتو د پرانیستو په مراسمو کې  د شمالي کوریا د هیت د مشر سره  د لاس ورکولو نه ډده کړې وه.



اړوند خبرونه