د هالنډ په شمال کې د دراختن په ښار کې یو جومات وسوځول شو.
په اروپا کې اسلام دښمنۍ کچه مخ په لوړیدو ده
د هالنډ په شمال کې د دراختن په ښار کې یو جومات وسوځول شو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د دراختن په ښار کې د مراکشیانو جومات د نامعلومو کسانو لخوا سوځول شوی دی. پدې پیښه کې د جومات لویه برخه سوځیدلې ده .
د بله پلوه د دراختن د ښار اسلامي مرکز دا برید په کلکو ټکو غندلی دی .
د یاد شوي اسلامي مرکز مشر خالد بناسور ویلي دي چې د یاد شوي جومات مقتدیانو د سهار لمانځه پر مهال په جومات کې د یو ډول کیمیايي موادو بوی حس کړی وو. خو کله چې لمونځ کوونکي د ماسپخین لمانځه په خاطر جومات ته راغلل د جومات هیندارې ماتې ولیدې .
لمونځ کوونکو ولیدل چې جومات سوځول شوی دی.
د سیمې خلکو د نوموړې پيښې له امله پولیسو ته شکایت کړی دی. پولیسو امنیتي کمرو لخوا ثبت شوی فلم ننداره کړ. په فلم کې ښکاري چې یو تن د جومات هیندارې ماتوي او وروسته سوځوونکې ماده جومات ته ګوزاروي او اور ورته اچوي. وروسته په منډه بهر کیږي او د پيښې د ځای نه تښتي.
پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.