په سویډن کې د کډوالو لپاره ځانګړې شوې ودانۍ وسوځول شوې
د سویډن د پلازمینې ستوکخلم د اکرربرګ په سیمه کې د ګډوالو لپاره په جوړو شوو دوه وانیو کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
904549
د سویډن د پلازمینې ستوکخلم د اکرربرګ په سیمه کې د ګډوالو لپاره په جوړو شوو دوه وانیو کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د سیمې د اور وژنې د ادارې مشر ویلي دي چې اور لګیدنه د شپې په نیمايي کې په ۳ بجو پیل او د سهار تر شپږو بجو يي دوام وکړ.
هغه وویل چې د اور وژنو ډلو د درې ساعته هلو ځلو نه وروسته اور مړ او تر کنټرول لاندې يي راوسته.
هغه ویلي دي چې پر وخت د مداخلې له امله د ودانیو یوه برخه ژغورل شوې ده.
هغه ویلي دي چې دا دوه ودانۍ د کډوالو لپاره ځانګړې او جوړې شوې وې چې لنډه موده وروسته پکې کډوال ځای په ځای کیدل.
هغه ویلي دي چې د اورلګیدنې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي خو لومړني تحقیقات دا ښايي چې اورلګیدنه په قصدي ډول رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې داسې ښکاري چې چا په قصدي ډول ودانیو ته اور اچولی وي.