سوري مخالفینو د ادلیب په ښار کې د روسیې اړوند جنګي الوتکه راوغورځوله.
په سوریه کې د روسیې جنګي الوتکه وویشتل شوه
سوري مخالفینو د ادلیب په ښار کې د روسیې اړوند جنګي الوتکه راوغورځوله.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په ادلیب کې ددوې جنګي الوتکه د مخالفو ډلو لخوا ویشتل شوې ده . پدې پيښه کې د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ددوې اړوند سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکه د سوریې د ادلیب په ولایت کې ویشتل شوې ده .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د الوتکې پيلوټ د الوتکې د ویشتل کیدو نه سمدلاسه وروسته ځان په پراشوټ کې ګوزار کړی وو خو د النصره د جبهې په سیمې کې ښکته شوی وو. پیلوټ د النصر د جبهې د جنیګالیو سره نښته کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ترکیه او روسیه د پيلوټ د مړي د اعادې په خاطر هلې ځلې کوي.
د بله پلوه ځینو سرچینو ویلي دي چې په ادلیب کې غورځول شوې الوتکه د اسد د رژیم اړوند وه خو روسیې بیا دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې الوتکه ددوې وه.
همداشان ادعا شوې ده چې روسې الوتکه د النصره د جبهې د یوې څانګې حیات التحریر الشام په نامه ډلې ویشتې ده. یادې شوې ډلې د الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده او مسئولیت په اړه اخیستی دی.