امریکا متحده ایالتونو د فلسطین پر خلاف یو بل خصمانه ګام اوچت کړ.
امریکا د حماس د ډلې مشر اسماعیل هنیه او د دریو نورو اسلامي ډلو نومونه د نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل کړل.
امریکا متحده ایالتونو د فلسطین پر خلاف یو بل خصمانه ګام اوچت کړ.
امریکا د حماس د ډلې مشر اسماعیل هنیه او د دریو نورو اسلامي ډلو نومونه د نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د نړۍوالو ترهګرو په لست کې د تازه اصلاحاتو په ترڅ کې د غزې د پخواني لومړي وزیر او د حماس د ډلې مشر اسماعیل هنیه نوم د نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل کړی شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هنیه سربیره د الصابرین او دوو نورو اسلامي سازمانونو نونونه د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړی شوي دي.
امریکا ویلي دي چې د الصابرین سازمان چې په فلسطین کې فعالیت کوي د ایران لخوا تمویلیږي. همداشان دوه نور اسلامي سازمانونه بیا په مصر کې فعالیت کوي.
د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي چې د نوموړو دریو اسلامي سازمانونو نه چې د ترهګرو سازمانونو په لست کې نومونه شامل شوي دي یو په مستقیم ډول سره د ایران لخوا تمویلیږي او دوه نور يي بیا د ایران پلوه اشخاصو لخوا تمویلیږي.
ټیلرسن ویلي دي چې هغه کسان او سازمانونه چې نومونه يي د ترهګرو او ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل شوي دي د منځني ختیځ سولې ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی او په اسراییلو او مصر يي بریدونه کړي دي.
د بله پلوه د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې هم د اسماعیل هنیه نوم د هغه کسانو په لست کې چې بندیز پرې لګول شوی دی شامل کړ.
د امریکا د قوانینو له مخې اسماعیل هنیه او دا درې اسلامي سازمانونه چې نومونه يي د ترهګرو په لست کې شامل شوي دي ددینه وروسته نشي کولی چې د امریکا مالي او بانکي سیستم ته لاس رسی ولري.
د حماس ډلې د امریکا ددې اقدام په غبرګون کې ویلي دي چې دا یو بې ارزشه ګام دی.
د ویلو ده چې امریکا او ځیني لویدیځوالو هیوادونو کلونه کیږي چې د حماس ډله د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړې ده .