په سویلي کوریا کې په روغتون کې اورلګیدنې  ستره فاجعه  رامنځته کړه.

په سویلي کوریا کې اورلګیدنې ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

897322
په سویلي کوریا کې په روغتون کې اورلګیدنې  ستره فاجعه  رامنځته کړه.

 په سویلي کوریا کې په روغتون کې اورلګیدنې  ستره فاجعه  رامنځته کړه.

د سویلي کوریا د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  پیښه  د پلازمینې سیول سویل ختیځ لورې ته په ۳۸۰ کیلومترۍ کې  پروت  د سیژونګ  د ښار په روغتون کې رامنځته شوې ده.

اورلګیدنه  په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو  رامنځته شوه. پدې پيښه کې  لږ تر لږه  د ۴۱ تنو د وژل کیدو  او د نږدې ۸۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

اورلګیدنه  د روغتون  په لومړني پوړ کې  په عاجل پور کې پیل او په لنډه موده کې نورو پوړونو ته وغځیده.

ویل کیږي  د نوموړي  روغتون  په لسګونو تنه ناروغان  او ددې پيښې ټپيان  نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په پیښه کې د وژل شوو کسانو  هویت  معلوم  ندی.

پولیسو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې پر مهال  تر ۲۰۰ تنو ډیر ناروغان په روغتون کې ول.

ډیری  کسانو په دویم  پوړ کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په سویلي کوریا کې پداسې حال کې دا پیښه رامنځته کیږي  چې  د ژمنیزو نړۍوالو اولمپیاتو  د سیالیو  کوربه توب کوي.

د نړۍ د ګوټ ګوټ  نه  په زرګونو تنه  نوموړي هیواد ته  تللي او ځي.



اړوند خبرونه