د اسراییلو د لومړي وزیر په مقابل کې د هند د سینما د خانانو میړانه حرکت
د هندوستان د سینما خانانو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر مقابل کې ډیر پر ځای او میړانه غبرګون وښود.

د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو چې تیره اوونۍ د شپږ ورځني سفر په ترڅ کې هندوستان ته تللی وو د سفر په وروستۍ ورځ د ممبي د ښار نه لیدنه وکړه.
هغه په ممبي ښار کې د بالیود د سینما د نامتو څیرو سره د لیدنې غوښتنه وکړه.
د هندوستان د سینما خانانو شاه رخ خان، سلمان خان او امیر خان د نتنیاهو سره د لیدنې نه ډډه وکړه او د هغه لیدنې ته لاړ نشول.
د امیتابچن او د هغه د زوی او نګور ایشواریا رای بچن په ګډون یو زیات شمیر نامتو څیرې د نتنیاهو لیدنې ته لاړل.
د نتنیاهو سره يي په ګډه عسکونه واخیستل.
همداشان د نتنیاهو لیدنې ته د خانانو نه تګ پدې هیواد کې ډول ډول غبرګونونه پارولي دي.
ځینو برخو د خانانو د غبرګون نه ډیره ستاینه کړې او حتا هغوې اتلان اعلان کړي دي.
ځینو برخو بیا پرې نیوکه کړې ده او ویلي دي چې دوې ددې عمل سره د هندوستان او اسراییلو کولتوري او فرهنګي اړیکو ته ضربه رسولې ده .
ځینو برخو بیا د خانانو نه ملاتړ کړی او ددوې ددې چلند نه يي د اصیل چلند په توګه یادونه کړې ده .
خو د هندوستان د سینما نامتو څیرو شاه رخ خان، سلمان خان او امیر خان تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ویلي.