امریکا په شا ګام اوچت کړ

د ترکیې فشارونو امریکا په شا ګام اوچتولو ته اړ کړ

890794
امریکا په شا ګام اوچت کړ

امریکا متحده ایالتونو  په سوریه کې  د ترهګرو ډلو نه  د منظمې اردو د جوړولو  په مسله کې د ترکیې د فشارونو له امله  په شا ګام اوچتولو ته  اړ شو.

د امریکا  د دفاع وزارت  پنټاګون وویل چې امریکا  د سوریې په شمال کې  د ترهګرو سازمانونو نه  د  پولې د امنیت د ځواک  تر نامه لاندې د کومې منظمې اردو  د جوړولو هوډ  نلري.

د پنټاګون  ویاند  ایریک پاهون  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې امریکا به په سوریه کې د ځايي امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي. د ځايي امنیتي ځواکونو  روزنه  د سوري کډوالو ته  د بیرته راستنیدو  او د هغو د امنیت د ټینګولو  په خاطر  پلان شوې مسله ده. همداشان  په هغه سیمو کې چې  د ادارې تشه پکې شتون لري  کیدای شي چې د داعش ترهګره ډله  له سره  ریښې وغځوي.

ددې ګواښونو  د مخنیوي په خاطر  به  د سیمه ایزو ځواکونو  روزنې بحیر دوام وکړي.

ویاند ویلي دي چې  د سیمه ایزو ځواکونو د روزنې نه موخه  په سوریه کې  د منظمې اردو جوړول  ندي.

ویاند ویلي دي چې  د روزنې بحیر د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې د اهدافو سره سم  پر مخ وړل کیږي. سربیره  پر دې  دا ځواکونه به  د سیمې د استقرار سره  مرسته وکړي  او  د ملګروملتونو په مشرۍ د جینیوا بحیر لپاره  زمینه  برابره کړي .

ویاند ویلي دي چې  په سوریه کې  د داعش پر خلاف  مبارزه او عملیات پایته ندي رسیدلي.

ویاند زیاته کړې ده چې  پدې برخه کې د ترکیې اندیښنې په ډیره ښه توګه درک کوي.

د ترکیې اندیښنې پر حق  دي. د داعش د بلا د منځه وړو  په برخه کې په سوریه کې  د روانو فعالیتونو  په مسله  کې  د ترکیې سره  د شفافیت نه  کار اخلو. زمونږ  ټول فعالیتونه  شفاف  دي. د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ناټو په سازمان کې  د ستر متفق هیواد  ترکیې نه  ملاتړ کوو او تل يي تر څنګ  ولاړ یو.

د یادولو وړ ده چې  تیره اوونۍ  د داعش پر خلاف د جوړ شوي ایتلاف  ویاند  ویلي وو چې امریکا  په سوریه کې  د کوردانو د ترهګرو سازمانونو نه  د ۳۰ زره کسیزې منظمې اردو د جوړولو  هوډ لري. دا اردو به د پولو د امنیت د ځواک  تر نامه لاندې جوړه شي.

دې څرګندونو  د ترکیې او د سیمې د هیوادونو  سخت غبرګون وپارو. ترکیې ددې څرګندونو نه سمدلاسه وروسته وویل چې  په هیڅډول به  دې مسلې ته اجازه ورنکړي او سمدلاسه يي  د سوریې د عفرین او مینبیچ په سیمو د عسکري عملیاتو لپاره تیاری ونیو.

امریکا د ترکیې ددې سخت غبرګون نه وروسته په شا ګام اوچتولو ته  اړ شو.

د بله پلوه  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم  پدې اړه  څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي  په مسله کې د وروستیو ادعاګانو اړوند ترکیې ته وضاحت ورکول  زمونږ د غاړې  پور  دی.

ټیلرسن زیاته کړه چې امریکا  د سوریې په شمال کې د ترکیې سره پولو کې  د پولو د امنیت د ځواک  تر نامه  لاندې  د منظمې اردو جوړولو  نیت  نلري. هغه وویل چې  د ترکیې اندیښنې  درک کولی شي.

ټیلرسن  زیاته کړه چې  امریکا په سیمه کې یواځې  سیمه ایزو ځواکونو ته  د روزنې پلان ته دوام ورکوي. ددې مسلې دلیل هم  په هغه سیمو کې د امنیت ټیښګت ته  زمینه برابرول  دي چې د داعش نه  ژغورل شوي دي.


پيوندونه: #امریکا , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه