هندوستان اوږد واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
هندوستان ۵ زره کیلومتره اوږد واټنه توغندی وازمایه
هندوستان اوږد واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
هندوستان د پنځه زره کیلومتره په واټن سره بالستیک توغندی چې د اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت سره په بریالیتوب سره وازمایه.
ویل کیږي دا توغندی چې د روسیې او چین د ویشتو ظرفیت سره د هندوستان د عبدالکلام د ټاپو نه وتوغول شو.
د هندوستان د دفاع وزیر نیرمالا سیتهارمان وویل چې د اګني پنځه بالستیک توغندی چې د اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت لري په بریالیتوب سره وازمایه.
د ویلو ده چې که چیرې اګني پنځه په نامه دا اوږد واټنه توغندی په بریالیتوب سره د ټولو ازمایښتونو نه تیر شي هندوستان به په نړۍ کې شپږم هیواد شي چې دا ډول اوږد واټنه توغندی جوړوي.
د ویلو ده چې دم ګړۍ امریکا، روسیه، چین ، فرانسه او انګلستان هغه هیوادونه دي چې د دا ډول اوږد واټنه توغندي خاوندان دي.
د هندوستان سخت رقیب هیواد پاکستان تر اوسه پورې پدې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی. پاکستان هم په نړۍ کې اټومي طاقت دی او د هندوستان سره د توغندیو په جوړولو کې ستر رقابت لري.