په امریکا متحده ایالتونو کې نوی ایالت خپلواکي اعلان کړه.
په امریکا کې کلفورونیا ایالت په دوو برخو د ویشلو لپاره هلې ځلې پیل شوې
په امریکا متحده ایالتونو کې نوی ایالت خپلواکي اعلان کړه.
امریکا متحده ایالتونه چې د پنځوسو ایالتونو نه جوړ دی د نوموړي هیواد تر ټولو د لویو ایالتونو نه د کلفورونیا په ایالت کې یوې ډلې جلا غوښتونکو د نوي کلفورونیا په نامه نوی ایالت اعلان کړ.
د جلا غوښتونکو د ډلې مشر پاول پریستون خبري غونډې ته وویل « د امریکا د اساسي قانون د څلورمې مادې د دریمې فقرې په رڼا کې مو اړوندو ارګانونو ته د خپلواکۍ په خاطر وړاندیز وړاندې کړی دی. د قانوني مراجعو سره ددې کار په څرنګتیا په سلا مشورو بوخت یو. مخکې ددینه چې د خپلواکۍ حق ترلاسه کړو باید د خلکو سره د خپلو دلایلو او غوښتنو د شریکولو په خاطر غونډې جوړې کړو.»
هغه وویل چې مونږ د امریکا نه نه بلکې د کلفورونیا نه ازادي غواړو.
هغه ددې خبرې د دلایلو نه یو هم د مالیې په سیستم کې بې عدالتي په ګوته کړه. هغه وویل سره ددې چې د کلفورونیا ایالت ساحلي او مرکزي برخو په عوایدو کې ډیر جدي توپیر شتون لري خو یاد شوي ایالت چارواکو په ټولو یو شان مالیه لګولې ده. دا عدالت ندی.
د بله پلوه د امریکا خبري رسنیو ویلي دي چې دا کار لږ تر لږه د لسو نه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ته اړتیا لري.
د امریکا د اساسي قانون له مخې په دوو برخو د یو ایالت د ویشلو وروستۍ پریکړه د مشرانو جرګه باید وکړي.
د ویلو ده چې ددینه مخکې هم د امریکا نامتو میلیاردر تیم ډراپر کلفورونیا ایالت په ۶ جلا جلا ایالتونو د ویشلو په خاطر لاسلیکونه راټول کړي وو خو خپل هدف ته ونه رسید.