امریکا متحده ایالتونو پر فلسطین نیمايي مرستې بندې کړې.

امریکا پر فلسطین ډیری مالي مرستې بندې کړې

889888
امریکا متحده ایالتونو پر فلسطین نیمايي مرستې بندې کړې.

امریکا متحده ایالتونو پر فلسطین نیمايي مرستې بندې کړې.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت فلسطین سره  د ترسره کیدونکو ۱۲۵ میلیونه ډالره  مرستې نه  په ۶۵ میلیونو له سره  د غور کولو  او ځنډولو  پریکړه وکړه.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې  په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل « د فلسطین سره  د مرستو نه  په ۶۵  میلیونو له سره د غور کولو پریکړه شوې ده . دا ۶۵ میلیونه ډالره مرستې ځنډول شوي دي  لغوه شوي ندي. امریکا غواړي چې پدې برخه کې ځینې بدلونونه رامنځته کړي.»

ویاندې وویل چې  امریکا  د فلسطین سره د ترسره کیدونکو مرستو نه  ۶۵ میلیونه ځنډولې  خو ۶۰ میلیونه به  د فلسطیني کډوالو سره د مرستې په خاطر  د ملګروملتونو سازمان ته  ورکړل شي.

ویاندې وویل چې  د فلسطین سره د مرستو ځنډول  په ملګروملتونو کې د بیت المقدس په اړه د ټرامپ  د پریکړې د ردیدو سره  تړاو نلري.



اړوند خبرونه