د نړۍ تر ټولو بې رحمه مور او پلار!

په امريكا كې پوليسو هغه مور او پلار نيولي دي چې خپل ۱۳ تنه ماشومان چې د ۷ تنو عمرونه يې تر اتلسو كلونو ډېر دى  د كور په يوې كوټه كې په ځنځيرونو تړلي وو.

889719
د نړۍ تر ټولو بې رحمه مور او پلار!

 

په امريكا كې پوليسو هغه مور او پلار نيولي دي چې خپل ۱۳ تنه ماشومان چې د ۷ تنو عمرونه يې تر اتلسو كلونو ډېر دى  د كور په يوې كوټه كې په ځنځيرونو تړلي وو.

ددې هېواد د كاليفرونيا په ايالت كې پوليسو د يوې كورنۍ ۱۳ تنه ماشومان چې د مور او پلار ډېوېډ آېلن تورپين او لويس اېنا تورپين لخوا په كور كې اسيران وو او ځينې يې د ځنځيرونو په واسطه تړل شوي ول، وژغورل او مور او پلار يې ونيول.

ويل كيږي چې ددې ماشومانو تر ټولو كوچنۍ يې ۲ كلن او تر ټولو مشر يې ۲۹ كلن دى. ددې ماشومانو يوې ۱۷ كلنې خور په تصادفي ډول په كور كې د پلار د ټېلفون په واسطه په پټه پوليسو ته خبر وركړى و.

پوليس وايي چې مور او پلار يې پدې نه دي توانېدلي چې د ماشومانو د اسارته په اړه محكمې ته قانع كونكى ځواب وركړي. دا هم لا معلومه نه ده چې دا ماشومان له څه وخته راهيسې بنديان دي خو د دوى د جسمي كمزورتيا او ناروغيو ته په كتلو سره له اوږدې مودې راهيسې په كور كې بنديان شوي دي.

بې رحمه مور او پلار د پوليسو سره بنديان دي.



اړوند خبرونه