په روسیه کې په یو ښوونځي برید وشو.

مسکو ته نږدې د پریموریا په ښار کې په ښوونځي برید وشو

888303
په روسیه کې په یو ښوونځي برید وشو.

په روسیه کې په یو ښوونځي برید وشو.

د رشین ټوډې د ورځپاڼې د خبر له مخې  نن  د سهار په ساعتونو کې دوو تنو مخ پوښلو کسانو  پلازمینې مسکو ته نږدې  د پریموریا په ښار کې په یو ښوونځي  برید وکړ چې په پایله کې  لس تنه ټپیان شوي دي.

پدې برید کې  ۸ تنه زده کوونکي او دوه تنه ښوونکي ټپیان شوي دي.

د یاد شوي ښار  پولیسو ویلي دي چې  برید د سهار په لسو بجو او ۱۹ دقیقو شوی دی. دوو تنو چې مخونه يي پوښل شوي وو  د ښوونځي په مخکې په زده کوونکو او ښوونکو د چړو  برید کړی دی.

پدې پيښه کې  د زده کوونکو او ښوونکو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي چې د دوو تنو روغتیايي حالت يي ښه ندی .

د پریموریا  د ښار  د روغتیا چارواکیو ویلي دي چې  په برید کې دوه تنه  شدید ټپیان  تر عملیات لاندې  نیول شوي دي. روغتیايي حالت  يي ښه ندی.

پولیسو برید کوونکي  نیولي دي  او تر څیړونو لاندې قرار لري.

دا لا معلومه نده چې برید کوونکو  ولې  په ښوونځي برید کړی دی.

 

 

 



اړوند خبرونه