د فلسطین په اړه د امریکا نوی  پلان  په ډاګه شو.

امریکا  د اسراییلو او فلسطین  د ستونزې د حل په خاطر  د پيړۍ د پلان په نامه  یو پلان  جوړ کړی دی.

885879
د فلسطین په اړه د امریکا نوی  پلان  په ډاګه شو.

د فلسطین په اړه د امریکا نوی  پلان  په ډاګه شو.

امریکا  د اسراییلو او فلسطین  د ستونزې د حل په خاطر  د پيړۍ د پلان په نامه  یو پلان  جوړ کړی دی.

امریکا  نوموړی پلان  د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان په واسطه د فلسطین  دولت ته  رسولی دی.

د فلسطین د ازادۍ د سازمان  د اجراییوي کمیټې غړي  احمد مجدالاني د مسلې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ  زوم  او  د هغه  سر سلاکار جارد کوشنر د نوموړي  پلان  جزیات د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان سره شریک کړي دي. هغه ته يي ویلي وو چې  دا معلومات د فلسطین د دولت سره  شریک کړي.

هغه وویل د ټرمپ اداره وايي چې دا پلان د عربي نړۍ د سولې د پلان پر بڼسټ  جوړ شوی دی. ددې پلان  یواځنۍ موخه  د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د موجودې ستونزې حل  دی.

فلسطیني چارواکي  د امریکا ددې پلان نه  د فلسطین د تصفیې د پلان په توګه یادونه وکړه او وویل چې  امریکا غواړي په اصل کې ددې پلان نه د ایران پر خلاف کار واخلي. امریکا ددې پلان سره  د اسراییلو او عربي نړۍ اتفاق  جوړ کړي.

امریکا غواړي چې ددې پلان سره  یو ځل بیا  د اسراییلو او فلسطین په مسله کې ځان دخیل کړي. امریکا  بیت القمدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه  د په رسمیت پیژندو سره  پدې برخه کې خپل منځګړتوب  له لاسه ورکړی وو.

د بله پلوه  د اسراییلو لومړي وزیر نتانیاهو  ویلي دي تیار  دی چې  د ټرمپ  دا پلان  وڅیړي. همداشان  نتانیاهو  د فلسطین په ولسمشر تور لګولی چې د سولې د مذاکراتو نه  د تیښتې په خاطر  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ  پریکړه بهانه کوي.  



اړوند خبرونه