د شمالي ولسمشر د نوي‌ کال په پيغام کې امریکا وګواښله

شمالي‌ کوریا  ولسمشر  کیم جونګ  اون  د نوي‌ کال  په اړه په خپله وینا کې  یو ځل بیا امریکا  ته سخت ګواښ وکړ.

879635
د شمالي ولسمشر د نوي‌ کال په  پيغام کې امریکا وګواښله

شمالي‌ کوریا  ولسمشر  کیم جونګ  اون  د نوي‌ کال  په اړه په خپله وینا کې  یو ځل بیا امریکا  ته سخت ګواښ وکړ.

د شمالي‌ کوریا ولسمشر ګیم جونګ اون  د نوي‌ کال په اړه  تلویزیون له لارې  وینا  وکړه. 

هغه  امریکا ته په خطاب کې وویل « امریکا یوه خبره باید هیڅکله هم  هیره نکړي‌ چې  په نوموړي  هیواد د اټومي‌ برید په خاطر بټنه  زما  د میز  پر سر  قرار لري» هغه وویل  د امریکا  د هرې نقطې  د ویشتو  پوره  توان لري. 

هغه وویل چې  هیواد به يي‌ هیڅکله هم  د اټومي‌ پروګرام  نه لاس وانخلي‌ او پدې  برخه کې به پرمختګ ته دوام ورکړي. هغه وویل چې  د اټومي‌ وسلو برید  بټنه تل ددې  د میز  په سر قرار لري. 

هغه  په خپله وینا کې  سویلي کوریا سره  مذاکراتو ته  تیاري‌ وښوده  او وویل چې  شمالي‌ او سویلي‌ کوریا  ترمنځه اړیکي‌ باید  ښې  شي. هغه وویل غواړي‌ چې د همدې  په خاطر  سویلي‌ کوریا  ژمنیز اولمپیک سیالیو ته خپل سپورتي‌ ډله واستوي. هغه وویل چې دا به  یو ډیر ښه فرصت  وي‌ او ددې فرصت نه باید استفاده وکړو.

هغه  وویل چې  د سویلي‌ کوریا سره د مذاکراتو په خاطر  دروازه  تل پرانیستې ده . 



اړوند خبرونه