د هندوستان او پاکستان په پوله کې نښته وشوه.
په کشمیر کې د هندي او پاکستاني سرتیرو ترمنځه نښته شوې
875812
د هندوستان او پاکستان په پوله کې نښته وشوه.
هندي ځواکونو په کشمیر کې په پاکستاني سرتیرو د وسله وال برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنه پاکستاني سرتیري ووژل .
د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې هندي ځواکونو یو ځل بیا اوربند نه په سرغړونې سره د پاکستان تر کنټرول لاندې د روخ چکري په سیمه کې پر پاکستاني سرتیرو خونړی برید وکړ چې په پایله کې لږ تر لږه ۳ تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې برید کې یو تن پاکستاني سرتیری ټپي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پاکستاني ځواکونو د نوموړي برید نه سمدلاسه وروسته په سیمه ځوابي بریدونه کړي دي.