په استرالیا کې په ملکي وګړو د موټر پر مټ برید وشو.
د استرالیا د ملبون په ښار کې په پیاده رو کې په روانو خلکو د موټر سره برید وشو
په استرالیا کې په ملکي وګړو د موټر پر مټ برید وشو.
د استرالیا پولیسو ویلي دي چې د ملبورن په ښار کې یو تن د موټر پر مټ په پیاده رول کې په پلو خلک د موټر سره برید وکړ.
په برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپیان شوي دي. پولیسو ددې پیښې نه قصدي عمل په توګه یادونه کړې ده .
پيښه د ملبورن ښار د فلیندرز په سړک کې د کیبل کار د تم ځای ترڅنګ رامنځته شوې ده .
پولیسو د پیښې په اړه د موټر چلوونکی او یو بل تن نیولي دي.
پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددوی قناعت دادی چې دا یو قصدي عمل دی.
د پولیسو مشر روسل باریټ خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې انګیزه نامعلومه ده.
د بله پلوه عیني شاهدانو ویلي دي چې د پیښې د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.
ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه یو تن ماشوم هم ټپي شوی دی.