امریکا د بیت المقدس په مسله کې نړۍ وګواښله

په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې د بیت المقدس په مسله کې نورو غړیو هیوادونو ته ګواښ کړی دی

871965
امریکا د بیت المقدس په مسله کې نړۍ وګواښله

په ملګروملتونو  کې  د امریکا متحده ایالتونو دایمې استازې نیکي هیلي د پنجشنبې په ورځ  په عمومي اجلاس کې  د بیت المقدس په اړه د ټرمپ په پریکړه  د رای اچونې نه مخکې  د نورو هیوادونو ډیپلوماټانو ته  د برښنا لیک په استولو سره  د ټرمپ  د پریکړې نه د ملاتړ غوښتنه کړې  او په سرپټه  توګه يي  ټولو ته ګواښ کړی دی.

د فورین پالیسي ورځپاڼې د نیکې هیلي  دا  برښنا لیک  ترلاسه کړی  چې  نورو  ته يي پکې سرپټی ګواښ کړی دی.

نیکې هیلي  پدې برښنالیک کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي « د رای ورکولو نه مخکې باید ډیر ښه فکر وکړۍ، ځکه چې  دا مسله د امریکا د ولسمشر او امریکا شخصي مسلې په څیر  ده. »

هغې ویلي دي چې  د بیت المقدس په اړه د هر هیواد  د رای په اړه به ولسمشر ټرمپ ته  جلا جلا معلومات ورکړي. همداشان  ولسمشر  ټرمپ  د رای اچونې  بهیر  د نږدې نه تعقیبوي. هغه ویلي دي چې  ولسمشر د ټولو هغه هیوادونو چې د امریکا پر خلاف  رای کاروي  باید  لست  جوړ او هغه ته  واستول شي.

د همدې امله  د هر هیواد  رای  به  نوټ  او ټرمپ ته  خبر ورکړي.

نیکې هیلي نورو ډیپلوماټانو ته په استولي  برښنا لیک کې  ویلي دي چې  امریکا تمه نلري چې نور هیوادونه  دې  خپل سفارتخانې  بیت المقدس ته د انتقالولو پریکړه وکړي خو دا د امریکا شخصي پریکړه ده.

د یادولو وړ ده چې  امریکا د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې  د بیت المقدس په اړه  مسوده  ویتو کړه. پدې مسله کې د امنیت شورا  ټولو غړیو د امریکا  پر خلاف رای وکاروله  او یواځې امریکا د ویتو د حق نه په استفادې سره  دا مسوده رد کړه.

همداشان  د امنیت په شورا کې  د بیت المقدس په اړه رای اچونې ټولې نړۍ ته دا ښکاره کړه چې  امریکا  د بیت المقدس په برخه کې یواځې پاتې دی.



اړوند خبرونه