د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر  فلسطین ته  زیری  ورکړ.

سلوانیا د فلسطین د په رسمیت پیژندو ته تیاری نیسي

867963
د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر  فلسطین ته  زیری  ورکړ.

د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیر  فلسطین ته  زیری  ورکړ.

د سلوانیا  د بهرنیو چارو وزیر د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ  د پریکړې په غبرګون کې وویل « ددې وخت رارسیدلی دی چې فلسطین  د خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژنو.»

په سلوانیا کې د ایتلافي  حکومت  جوړونکي  د بهرنیو چارو وزیر د سیاسي ګوندونو د مشرانو سره  د لیدنې نه وروسته  د فلسطین په اړه  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې  زه  شخصآ  پدې باور  یم  چې  د فلسطین د په رسمیت پیژندو وخت رارسیدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د سلوانیا  حکومت  د فلسطین د په رسمیت پیژندو په خاطر  اوچتیدونکي ګامونه باید  اعلان کړي.

همداشان د سلوانیا  د واکمن  مدرن مرکزي  ګوند  یو تن جګپوړي چارواکي د فلسطین د په رسمیت پیژندو په  اړه  خبریالانو ته  وویل «  لومړی وزیر او نورو چارواکي هم  د فلسطین د په رسمیت پیژندو  پلویان دي. خو هغوې وايی چې  پدې اړه  د غوڅ ګام  اوچتولو نه مخکې باید  لازم  تدابیر  ونیول شي .

هغه وویل چې  په راتلوونکې اوونۍ کې به  پدې مسلې  خبرې وشي  او د بهرنیو چارو وزیر  د لازمو تدابیرو او تیارو په نیولو  ګمارل شوی دی.

د ویلو ده چې  د سلوانیا سوسیال ډیموکراټ ګوند هم  د فلسطین د په رسمیت پیژندو مسلې پلوي کوي خو وايي چې پدې برخه کې باید  د ټولنې سره  په ګډه حرکت وکړو.



اړوند خبرونه