لوېديځ دې افغانستان ته نظر وكړي!

روسيې د داعش سره د مبارزې په برخه كې د لوېديځو هېوادونو د دريځ په اړه دوى ته پېغور وركړ!

866223
لوېديځ دې افغانستان ته نظر وكړي!

 

 

د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ماريا زاخارووا د امريكا د متحدو ايالتونو په مشرۍ په سوريه كې د داعش پر وړاندې د ايتلافي ځواكونو لخوا، د داعش سره د مبارزې په ډګر كې د روسيې د رول د كمرنګه كولو پر چارو نيوكه وكړه.

زاخارووا څرګنده كړه چې لوېديځ د داعش پر وړاندې د مسكو د مبارزې د كمرنګه كولو پر ځاى دې افغانستان، عراق او لېبيا ته پاملرنه وكړي.

نوموړې د فېسبوك له لارې ليكلي دي چې زموږ لوېديځوال ملګري فكر كوي چې  په سوريه كې د داعش ترهګره ډله روسيې نه بلكې دوى ماته كړې ده. دوى دې په عراق، افغانستان او لېبيا كې خپلو كړنو ته پاملرنه وكړي.  د سلګونو زرو كسانو د وژل كېدو سره سره اوس هم ثبات نشته دى.

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع د وزارت يو تن وياند چې د منځني ختيځ په چارو كې دنده ترسره كوي پخوا ويلي وو چې د سوريې د خاورې ډېره برخه د دوى په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو لخوا له داعشه پاكه شوې ده.



اړوند خبرونه