د نيويارك په زړه كې چاودنه

د امريكا د متحدو ايالتونو د نيويارك د ښار په مركز منهاتن كې د ټايمز ميدان ته نږدې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوى دى

866113
د نيويارك په زړه كې چاودنه

 

.

ويل كيږي چې چاودنه د بسونو په يوې هډې كې شوې ده.

يو زيات شمېر پوليس سيمې ته لېږدول شوي دي خو تر اوسه پورې د چاودنې د لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.

د عيني شاهدانو د معلوماتو پر اساس دا چاودنه د بسونو د هډې او د مېترو د ليكو ترمېنځ په ارتباطي تونل كې شوې ده چې لږ تر لږه يو شمېر كسان په كې ټپيان شوي دي.

د پېښې نه سمدستي وروسته يو تن نيول شوى دى او د مېترو سفرونه ځنډول شوي دي.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه