اوکراین میخایل سکاشویلي ته د تسلیمیدو په خاطر ۲۴ ساعته مهلت ورکړ

اوکراین  د ګرجستان پخواني ولسمشر او ددې هیواد  مهم مخالف  مشر  میخایل سکاشویلي ته  د تسلیمیدو په خاطر  ۲۴ ساعته  مهلت ورکړ.

862042
اوکراین میخایل سکاشویلي ته د تسلیمیدو په خاطر ۲۴ ساعته مهلت ورکړ

اوکراین  د ګرجستان پخواني ولسمشر او ددې هیواد  مهم مخالف  مشر  میخایل سکاشویلي ته  د تسلیمیدو په خاطر  ۲۴ ساعته  مهلت ورکړ.

د اوکراین  امنیتي ځواکونو چې تیره ورځ په پلازمینه کیف  کې  د ګرجستان د پخواني ولسمشر او ددې هیواد مهم مخالف  مشر  سکاشویلي  کور کې پلټنې کولې  نوموړي  د ځانوژنې هڅه وکړه.

اوکرایني پولیسو  د څو ساعته  هلو ځلو  نه وروسته  نوموړی  ونیو خو د هغه د پلویانو لخوا  د پولیسو نه  وژغورل شو.

د اوکراین  لوی څارنوالۍ  بیا  نن  سکاشویلي ته   د تسلیمیدو په خاطر  ۲۴ ساعته مهلت ورکړ.

د اوکراین  لوی څارنوال ویلي دي که چیرې  سکاشویلي د ۲۴ ساعتونو په دننه کې امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم نکړي  هغه به  په زور سره  ونیسي  .

د یادولو وړ ده چې د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل سکاشویلي  چې د اوکراین د ولسمشر لخوا ورته  ددې هیواد  تابعیت ورکړ شوی وو او وروسته  تر ټولو د لوی ښار د والي په توګه ټاکل شوی وو د ولسمشر سره  د اختلافاتو د پيدا کیدو له امله ترینه بیرته  د اوکراین  تابعیت  واخیستل شو.

یو څه موده  مخکې  د اوکراین  لوی څارنوالۍ ویلي وو چې  د اوکراین نه د سکاشویلي د ډیپورتولو په مخکې هیڅډول  خنډ  شتون نلري . خو  په اوکراین کې روس پلوي  د سکاشویلي ته  سخت  ملاتړ کوي او هغه حمایه کوي.

د بله پلوه د اوکراین  لوی څارنوالۍ تیره ورځ  د سکاشویلي د یو ډیر نږدې  کس  او یو اوکرایني  سوداګر چې  روسيې ته تښتیدلې دی  ټيلیفوني خبرې په مطبوعاتو کې  نشر کړې. اوکرایني سوداګرو پدې خبرو کې په غیرې مستقیم  ډول ویلي دي چې  په اوکراین کې د حکومت پر خلاف د مظاهرو مالي  ملاتړ کوي.

د اوکراین لوی څارنوالۍ ویلي دي چې  سکاشویلي هم  په اوکراین کې د مظاهرو په بدل کې  د نوموړي سوداګر نه  پيسې ترلاسه کړي دي.

د اوکراین لوی څارنوالۍ  سکاشویلي ته  د تسلیمیدو په خاطر ۲۴ ساعته وخت ټاکلی دی چې  نن  د ماښام په ساعتونو کې پوره کیږي.



اړوند خبرونه