روسیې د امریکا په مقابل کې بالمثل ګام اوچت کړ

روسیې  د امریکا  غږ راډیو په ګډون  د امریکا  ۹ سوتي او انټرنټي  خبري رسنۍ  د بهرنیو جاسوسانو په توګه اعلان کړې.

861399
روسیې  د امریکا په مقابل کې بالمثل ګام اوچت کړ

روسیې  د امریکا  غږ راډیو په ګډون  د امریکا  ۹ سوتي او انټرنټي  خبري رسنۍ  د بهرنیو جاسوسانو په توګه اعلان کړې.

د روسیې د عدلیې وزارت  ویلي دي چې په روسیه کې فعالیت کوونکي  د امریکا متحده ایالتونو  ۹ سوتي او انټرنټي خبري رسنۍ  د بهرنیو جاسوسانو  د قانون په چوکاټ کې داخل کړي دي.  

پدې ۹  خبري رسنیو کې د امریکا غږ او ازادۍ راډیوګانې هم  شتون لري. د عدلیې وزارت ویلي دي  چې  ددې ۹ خبري رسنیو خبریالان  ددینه وروسته  نشي کولی چې  د روسیې  پارلمان  او یا مشرانو جګرې  ودانۍ ته داخل شي.

روسیې  دا پریکړه  د امریکا  لخوا  ددې هیواد  تلویزیون  د بهرنیو جاسوسانو په قانون کې د داخلولو د پریکړې نه وروسته وکړه.

د ویلو ده چې  د امریکا د عدلیې د وزارت په وړاندیز په امریکا کې د روسیې تلویزیوني کانال  د نوامبر په ۱۳ مه نیټه  د بهرني جاسوس کانال   په توګه  اعلان کړ . همداشان  ددې پرمختګ نه وروسته د امریکا  کانګرس او مشرانو جرګې  د یاد شوي کانال  اجازه نامه  لغوه کړه.

روسیې هم  په ورته  یوې پریکړه کې  د امریکا  ۹ سوتي او انټرنټي  خبري رسنۍ  د بهرنیو جاسوسانو په توګه اعلان کړې  ، پارلمان او مشرانو جرګې ته په ننوتو بندیز ولګو.

د بله پلوه  د روسیې  د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې  دا خبري رسنۍ چې د بهرنیو جاسوسانو په توګه  اعلان شوي دي کولی شي چې  ټولټاکنو بهیر  د نږدې نه تعقیب کړي. هغه ویلي دي چې  دوی باید لومړی  د بهرنیو چارو د وزارت نه اجازه نامه  ترلاسه کړي او وروسته  ټولټاکنو بهیر تعقیب کړي.



اړوند خبرونه