شمالي کوریا د تیرې ورځې د توغندي د ازمایښت انځورونه خپاره کړل
شمالي کوریا وړمه ورځ د اوږد واټنه بالستیک توغندي د ازمایښت اړوند انځورونه او ویدیو خپره کړه.
شمالي کوریا وړمه ورځ د اوږد واټنه بالستیک توغندي د ازمایښت اړوند انځورونه او ویدیو خپره کړه.
په عکسونو کې ښکاري چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د ازمایښت د بریالي کیدو او خپل هدف ته د رسیدو پر مهال ډیره زیاته خوښي څرګندوي. خپله خوښي د لاسونو په ټقولو او خندا سره ښکاره کوي.
شمالي کوریا د روان کال د جولای په میاشت کې د ازمایلي هاواسونګ ۱۴ بالستیک توغندي نه وروسته دا ځل هاواسونګ ۱۵ بالستیک توغندی وازمایه. دا توغندی د تیر توغندي په پرتله ډیر زیات قوي او لوی دی.
شمالي کوریا د توغندي د ازمایلو نه وروسته تیره ورځ اعلان وکړ چې هاواسونګ ۱۵ توغندي سره د امریکا د نیویارک ښار او د انګلستان د لندن ښار ویشتلی شي. شمالي کوریا نن بیا د نوموړي ازمایښت انځورونه او ویدیو خپره کړه.
د شمالي کوریا لخوا د انځورونو او ویدیو د خپرولو نه وروسته امریکايي څیرونکي مایکل دویتسمن د ټولنیزې مډیا لارې د پيغام په خپرولو سره وویل « ډیر لوی توغندی دی خو د شمالي کوریا لپاره لوی ندی. دادی شمالي کوریا هم د هغه ګوتو په شمیر هیوادونو په ډله کې شامل شو دا ډول لوی توغندي تولیدولی شي. »
د بله پلوه په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې نن د نړۍوالې ټولنې نه د شمالي کوریا سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړه.
هغې ګواښ وکړ امریکا هیڅوخت د شمالي کوریا سره جګړه نده غوښتې او نن يی هم نه غواړي. او که چیرې جګړه پيل شي بیا دا به د شمالي کوریا تر ټولو ستره خطا وي ځکه چې پدې جګړه کې به دا هیواد په کامله توګه له منځه ولاړ شي.