مسلمانان د اروپا پر لور!
په اروپا كې د مسلمانانو نفوس د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ پر زياتېدلو دى.
د يوې څېړنې له مخې چې په جرمني كې د مسلمانانو شمېره به تر ۲۰۵۰م كاله پورې د نفوسو په كچه د ۶ سلنې نه ۱۱ سلنې ته لوړه شي. ددې څېړنې له مخې په جرمني كې د مسلمانو كډوالو شمېره په اوسط ډول مخ پر لوړېدلو ده. پدې اساس په هېواد كې د مېشتو مسلمانانو كچه به د ۶ سلنې نه ۱۱ سلنې ته پورته شي.
د څېړنې له مخې په ټوله اروپا كې هم د مسلمانانو شمېره مخ پر لوړېدلو ده. پدې ډول په ټوله اروپا كې د مسلمانانو شمېره چې اوسمهال ۵ سلنه ده، تر ۲۰۵۰ كاله پورې به ۱۱ سلنې ته لوړه شي.
د څېړنې له مخې د ۲۰۱۰ – ۲۰۱۶ كلونو ترمېنځ اروپا ته ۱ ميليون او ۶۰۰ زره كډوال تللي دي چې د دوى ۷۸ سلنه يې مسلمانان دي. په جرمني كې بيا د همدې كلونو په اوږدو كې د تللو كډوالو ۸۶ سلنه يې مسلمانان دي.
كه چېرې اروپا ته د كډوالو د تګ په شمېره كې په اوسط ډول زياتوالى راشي نو تر ۲۰۵۰م كاله پورې به اروپا ته د تلونكو مسلمانانو د نفوس كچه ۱۴ سلنه او جرمني ته د تلونكو مسلمانو كډوالو د نفوس كچه به آن تر ۲۰ سلنې ورسيږي.
كه چېرې په راتلونكې كې اروپا ته د مسلمانانو كډوالو پر تګ بنديز ولګول شي بيا هم د مسلمانانو د نفوس كچه به تر ۲۰۵۰م كاله پورې د ۴،۹ سلنې نه ۷،۴ سلنې ته لوړه شي. ددې تر ټولو لوى لامل د مسلمانو مېندو د زېږون د كچې لوړېدل دي.
اوسمهال په اروپا كې شاوخوا ۲۵ ميليونه او ۷۰۰ زره مسلمانان ژوند كوي.