میانمار او بنګلادیش د روهینګیا مسلمانانو په اړه مهم تړون لاسلیک کړ
د میانمار حکومت او بنګلادیش روهینګیا مسلمانان بیرته خپل کور او کلو ته د ستنولو په خاطر تړون لاسلیک کړ.
د میانمار حکومت او بنګلادیش روهینګیا مسلمانان بیرته خپل کور او کلو ته د ستنولو په خاطر تړون لاسلیک کړ.
د یادولو وړ ده چې په سلګونو زره تنه روهینګیايي مسلمانانو د اګست په ۲۵ مه نیټه د میانمار د پوځ او بودیستانو لخوا ددوې په کور او کلو د بریدونو له امله بنګلادیش ته کډه شول.
په سلګونو زره تنه مسلمانان د ډیرو سختو او مشکلاتو سره بنګلادیش ته ورسیدل.
د میانمار حکومت ویلي دي چې هیواد ته د روهینګیا د مسلمانانو د بیرته راستنولو په خاطر يي د بنګلادیش سره تړون لاسلیک کړ.
د یادولو وړ ده چې میانمار هله د بنګلادیش سره د تړون د لاسلیکولو نه خبر ورکړ چې تیره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د میانمار نه د لیدنې نه وروسته په روهینګیا مسلمانانو د روانو ظلمونو نه د نسل وژنۍ په توګه یادونه وکړه او په حکومت او پوځ يي سختې نیوکې وکړې.
هغه د نوامبر په ۱۵ مه نیټه د میانمار نه د لیدنې پر مهال د نوموړي هیواد د چارواکیو نه هر څه ژر د نوموړې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
همداشان ټیلرسن تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې په روهینګیا مسلمانانو باندې د ظلمونو او په اراکان کې د ترسره شوو نسل وژنو مسئولین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
هغه ویلي وو چې هیواد يي پدې برخه کې د روهینګیا د دولت او پوځ سربیره د ځايي قاتلینو په ځینو کسانو بندیزونو لګولو ته تیاری نیسي.
هغه هر څه ژر نوموړي مسلمانانو خپلو کورونو ته د راستنولو غوښتنه کړې وه.