د شمالي کوریا د اټومي برید لپاره باید هر ډول تیاری ولرو. د الاسکا د ایالت چارواکی
د امریکا متحده ایالتونو د الاسکا د ایالت د بیړنیو حالاتو د ادارې د پلان د کمیټې غړي د الاسکا خلکو ته اټومي برید ته تیاری ولرۍ خبرداری ورکړ.
د امریکا متحده ایالتونو د الاسکا د ایالت د بیړنیو حالاتو د ادارې د پلان د کمیټې غړي د الاسکا خلکو ته اټومي برید ته تیاری ولرۍ خبرداری ورکړ.
د الاسکا ایالت د بیړنیو حالاتو د ادارې د پلان د کمیټې غړي جیریمي زیدیک د سیمې په خلکو د شمالي کوریا لخوا د احتمالي اټومي برید په اړه باید پوره تیاری ولرۍ غږ وکړ.
هغه د سیمې خلکو ته وویل چې دارو، لاسي برقونه او راډیو ګانې اماده او په ډیپوګانو کې وساتۍ.
د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې زیدیک د سیمې خلکو ته ویلي دي چې اټومي بم برید هم د نورو طبعي فلاکتونو په څیر دی. کیدای شي چې د تیښتې او یا د خلکو د تخلیې لپاره فرصت برابر نشي. د همدې امله تر ټولو غوره لار په امن ځای کې پټیدل او د برید خلاصیدو ته انتظار ویستل دي.
پدې موده کې باید د ځان لپاره کافي درمل ، د رڼا په خاطر لاسي ګروپ او خبر اوریدو په خاطر راډیو ګانې د ځان سره ولرو.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو په الاسکا ایالت کې د شمالي کوریا او ایران د بریدونو د مخنیوي په خاطر دفاعي سیستمونه ځای په ځای شوي دي.