د تانزانیا په شمال کې د ګرځندویانو الوتکې سقوط وکړ.
په تانزانیا کې الوتکې سقوط وکړ
د تانزانیا په شمال کې د ګرځندویانو الوتکې سقوط وکړ.
د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د نوموړي هیواد د هوانوردۍ د چارو مشر ژولین ادموندس ویلي دي چې د هیواد په شمال کې د ګرځندویانو د الوتکې د سقوط له امله ډیر زیات خواشینی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي دا چې د الوتکې د مساپرو او پیلوټ کورنیو ته د نوموړې پیښې په اړه خبر ورکړ شوی ندی د پیښې د قربانیانو د هویت په اړه څه ویلی نشي خو د خبر د ورکولو سره به د قربانیانو هویت اعلان کړي.
د اروشا د سیمې د پولیسو مشر چارلس مکومبو ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي. هغه ویلي دي چې الوتکه ۱۲ نفري ده .
الوتکه د هیواد تر ټولو د مشهورې توریستي سیمې پر لورې روانه وه.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.