په زمبابوې  کې پوځ  د هیواد واک په خپل لاس کې د نیولو هڅه کوي.

په زمبابوې کې پوځ د هیواد واک په لاس کې نیولو په خاطر په حرکت پیل وکړ

847659
په زمبابوې  کې پوځ  د هیواد واک په خپل لاس کې د نیولو هڅه کوي.

په زمبابوې  کې پوځ  د هیواد واک په خپل لاس کې ونیولو.

د زمبابوې پوځ  چې د تیرې څه مودې راهیسې  د ولسمشر  رابرټ موګابې سره  ستونزې رامنځته شوې وې  تیره شپه يي  د پلازمینې لارو او سړکانو ته  ټانکونه  او عسکر راوویستل.

د زمبابوې  پوځ  نن  د سهار په ساعتونو کې په پلازمینه  کې د پارلمان ، حکومتي ودانیو، محکمو، سترې محکمې  او ټولو مهمو  اداراتو لارې  وتړلې. پوځ  د نوموړي هیواد  دولتي تلویزیون  په ګډون  ټولې مهمې  ادارې  نیولي دي  او پوځیان يی پکې ځای په ځای کړي دي.

همداشان  پوځیانو  د ملکي وګړو په تالاشۍ  پیل کړی دی.

په زمبابوې کې  خلکو  مارکیټونو او بانکونو باندې  رش  یوړ. د بانکونو په مخکې اوږده اوږده  کتارونه جوړ شوي دي.

همداشان  تیره شپه  په ناوخته ساعتونو کې  د زمبابوې په پلازمینه  هاراري  کې  د چاودنو غږونه  اوریدل شوي دي.

د زمبابوې پوځ  د دولتي تلویزیون د نیولو نه وروسته  بیانیه  ولوسته. د زمبابوې  پوځ  پدې بیانیه کې په هیواد کې عسکري کودتا  رد کړه او وویل چې ولسمشر او د هغه کورنۍ  امنیت نیول شوی  دی  .

بیانیه یو تن جنرال  ولوسته. نوموړي  جنرال  وویل چې زمونږ  موخه  د ولسمشر موګابې  حکومت  رانسکورل ندي. زمونږ اصلي موخه  په هیواد کې او د ولسمشر موګابې په شاوخوا کې راټولو شوو  مجرمینو پاکول  دي.

هغه وویل چې ولسمشر موګابې او کورنۍ يي په امن کې دي او امنیت يي ټنیګ ساتل شوی دی خو دا ندي ویل شوي چې هغوې  چیرته ساتل کیږي.

همداشان  پوځیانو  په تلویزیون کې  د بیانیې د خپرولو نه څو شیبې وروسته  د هیواد د مالیې وزیر  ونیولو.

امریکا متحده ایالتونو په زمبابوې کې خپل سفارت وتړلو. د یادولو وړ ده چې  د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې  او پوځ ترمنځه تیره اوونۍ  د موګابې لخوا  د خپل مرستیال  له دندې د ګوښه کولو نه وروسته  ستونزې پیل شوې. پوځ  د موګابې د مرستیال نه  پوره ملاتړ اعلان کړ او هغه ته يي بیرته  د دندې د سپارولو غوښتنه وکړه. همداشان  د زمبابوې ستر درستیز  ګواښ وکړ که چیرې  غوښتنه يي ونه منل شي  نو  عملي ګام به اوچت کړي.

د زمبابوې  واکمن  ګوند  او ولسمشر بیا  ستر درستیز  وطن ته په خیانت  تورن کړ.

د ولسمشر مرستیال  چې له دندې ګوښه شوی دی د پوځ  سره ډیرې ښې اړیکي  لري.



اړوند خبرونه