د مالېزيا په ځينو هوټلونو كې پر حجاب بنديز
مالېزيا چې په اسلامي نړۍ كې د يو پرمختللي هېواد په توګه ځانګړى ځاى لري، پدې وروستيو كې پر حجاب باندې د يو لړ محدوديتونو له امله پرې نيوكه كيږي.
847608
پدې هېواد كې ځيني هوټلونه چې نړيوال شهرت لري، د ښځينه كارګرانو پر حجاب باندې يې بنديز لګولى دى. دا هوټلونه چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې څانګې لري، ادعا كوي چې د يو منظم نړيوال يوينفورم په چوكاټ كې ښځينه كارګرانې مجبورې دي چې دا يونيفورم رعايت كړي. پدې يونيفورم كې پړونى يا حجاب نشته دى.
د بله پلوه د مالېزيا د توريزم او كلتور وزير داتوك سيري محمد نظري عبدالعزيز بيا د هوټلونو دا پرېكړه وغندله.
نوموړي څرګنده كړه چې په اساسي قانون كې د ژبې، رنګ او دين پر اساس د توكمپالنې د مخنيوي حكم شوى دى. پر حجاب باندې بنديز لګول يو ډول توكمپالنه، بې احترامي او غير مسئولانه عمل دى چې د اساسي قانون د حكمونو سره په ټكر دى.
د بله پلوه د مالېزيا د هوټلونو ټولنې پدې اړه وويل چې يواځې په نړيوالو هوټلونو كې د خاص يونيفورم پر اساس پر حجاب بنديز لګول شوى دى.