د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  شمالي کوریا ته سخت ګواښ وکړ.

ټرامپ : شمالي کوریا باید زمونږ صبر امتحان نکړي

843092
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  شمالي کوریا ته سخت ګواښ وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  شمالي کوریا ته سخت ګواښ وکړ.

ټرامپ سویلي کوریا ته د سفر په ترڅ کې  د نوموړي هیواد پارلمان ته وینا وکړه.

هغه  د سویلي کوریا  د پارلمان ته  شمالي کوریا ته په ډیره تنده لهجه  خبرداری ورکړ.

هغه د خپلې وینا په ترڅ کې  د شمالي کوریا په ولسمشر کیم جونګ اون  غږ وکړ چې

« کومې وسلې چې تاسې جوړې کړي دا  ستاسې امنیت نیولی نشي. ددې وسلو سره په اصل کې تاسې خپل رژیم  د خطر سره مخامخوۍ. »

هغه وویل « نن ورځ  زما دا وینا  یواځې زمونږ هیواد لپاره نه بلکې د ټولو ټولنو لپاره ده. په شمالي کوریا غږ کوم  چې  زمونږ  صبر مه امتحانوئ، مونږ ته په کمه سترګه مه ګورئ. د خپل امنیت، سولې او ثبات او خپلواکۍ نه  دفاع کوو. امریکا به هیچا ته اجازه ورنکړي چې ددې هیواد ایالتونه په ورانولو وګواښي. هیڅوک  مونږ  ډارولی نشي. امریکا خپلو متفقینو ګواښولو ته هم  اجازه نه ورکوي. د امریکا خلکو په خپل تاریخ کې  هیڅوخت  بربرۍ  ته اجازه نده ورکړې . پدې لاره کې د مرګه پورې مبارزه کوو. »

ټرامپ په خپله وینا کې  د چین او روسیې په ګډون  د شمالي کوریا په پلوي هیوادونو غږ وکړ چې دا هیواد د اټومي پروګرام نه لاس په سر کې او تر فشارونو لاندې راولي.

هغه وویل چې نړۍ  یو داسې ډاړه مار  رژیم  ته  چې خلک په اټومي بریدونو وګواښي  په ښه سترګه نه ګوري. د نړۍ  ټولو مسئوله هیوادونه باید  د غدار شمالي کوریا د رژیم پر خلاف  د هغوې د هر ډول لیونتوب د مخنیوي په خاطر باید سره لاس یو کړي.

ټرامپ  په پام کې درلود چې  د سویلي او شمالي کوریا  ترمنځه  پرتې د بې طرفه سیمې نه  لیدنه وکړي خو د هوا د حالاتو د خرابوالي له امله يي خپل لغوه کړ.



اړوند خبرونه