امریکا شمالي کوریا ته ښکاره پیغام ورکړ

امریکا متحده ایالتونو  د کوریا په ټاپو  د پرمختللو بمي غورځوونکو الوتکو د الوزولو سره  شمالي کوریا ته  میدان وډبو.

840159
امریکا شمالي کوریا ته ښکاره پیغام ورکړ

امریکا متحده ایالتونو  د کوریا په ټاپو  د پرمختللو بمي غورځوونکو الوتکو د الوزولو سره  شمالي کوریا ته  میدان وډبو.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر  سیمې ته د سفر نه څو ساعته مخکې  د امریکا  پرمختللې  بم غورځوونکو الوتکو  د کوریا په ټاپو  په الوتنو پیل وکړ.

د شمالي کوریا  ولسمشر کیم  امریکا  یو ځل بیا  د اټومي جګړې  په تحریکولو تورن کړ.

د بله پلوه  د امریکا  ولسمشر ټرامپ  سویلي کوریا ته  سفر کوي. امریکا  سویلي کوریا ته د ټرامپ د سفر پر مهال  د شمالي کوریا لخوا  یو ځل بیا  د توغندي د ازمایلو په اړه اندیښنه لري.

د ټولې نړۍ سترګې لرې ختیځ او اسیا ته  د اوباما  سفر ته  اوښتي دي. سیمې ته د ټرامپ د سفر نه مخکې امریکا  د کوریا په ټاپو خپلې جنګي او بم غورځوونکې الوتکې  ولوزولې.

د ویلو ده چې  امریکا او شمالي کوریا د روان میلادي کال  د اپریل میاشتې راهیسې څو ځلې  ښکر په ښکر شوي دي. دواړو خواوو  په کراتو یو بل په اټومي برید ګواښلي دي.

د امریکا  ولسمشر ټرامپ  د ملګروملتونو سازمان په سرمشریزه کې  شمالي کوریا په سختو اټومي بریدونو ګواښلی وو.

همداشان  پنټاګون یو ځل شمالي کوریا  د پاسه  د پرمختللو بم ګوزارونکو الوتکو د الوزولو سره  نوموړي هیواد ته  میدان وډبو.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د راتلوونکې یکشنبې په ورځ لرې ختیځ او اسیا ته خپل سفر پیلوي. ټرامپ  لومړنی  تم  ځای جاپان  دی. ټرامپ وروسته  سویلي کوریا ته سفر کوي.

همداشان  ټرامپ به  د سویلي کوریا نه وروسته چین، ویتنام  او فیلیپین ته  سفر وکړي.

امریکا  سویلي کوریا ته د ټرامپ  د سفر پر مهال د شمالي کوریا لخوا د توغندي د ازمایښت په اړه  اندیښنه لري.



اړوند خبرونه