په هندوستان کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په هندوستان کې د اټومي انرژۍ د برښنا په ستیشن کې چاودنه وشوه
د هندوستان په شمال کې د اترپردیش په ایالت کې د اټومي انرژۍ د برښنا په ۵۰۰ واټه ستیشن کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د اترپردیش د ایالت د چارواکیو په وینا چاودنه د حرارت په بایلر کې رامنځته شوې ده .
چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوې ده چې په سلګونو تنو کارګرانو په ستیشن کې شتون درلود.
په پیښه کې د ۲۵ تنو د وژل کیدو او تر سلو تنو ډیرو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودل شوې ده .
د چاودنې لامل ناڅرګند دی.
د ستیشن چارواکیو ویلي دي چې هغه بایلر چې چاودنه پکې رامنځته شوې ده ۶ میاشتې مخکې نوی نصب شوی وو.
د اترپردیش ایالت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۲۰ تنه مړه او تر سلو ډیر ټپيان شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې ۳ تنه د یاد شوي ستیشن چارواکي دي. د ټپیانو نه هم د شپږو تنو روغتیايي ډیر زیات باریکه دی. په وجود کې ۹۰ فیصده سوختګي رامنځته شوې ده .