د امریکا متحده ایالتونو د کولورادو په ایالت کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو.
داځل په کولورادو کې په لوی سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو
838953
د امریکا متحده ایالتونو د کولورادو په ایالت کې په سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو.
د کولورادو ایالت پولیسو ویلي دي چې د یاد شوي ایالت د تورنتو په ښار کې په یو سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو چې په پایله کې درو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د کولورادو ایالت د تورنتو د ښار پولیسو د ټولنیزې مډیا د حساب له لارې ویلي دي چې د والمرت په نامه په لوی سوپر مارکیټ وسله وال برید وشو.
پولیسو پدې برید کې لږ تر لږه د ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د وسله وال برید نه سمدلاسه وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او خلک يي د برید د سیمې نه تخلیه کړل.
پولیسو ویلی دي چې برید کوونکی تر اوسه پورې نیول شوی ندی.
د یادولو وړ ده چې وړمه ورځ په نیویارک کې یو تن د موټر سره په عامو خلکو برید وکړ چې په ترڅ کې ۸ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي وو.